د طالبانو حکومت چارواکو تایید کړې چې په میدان وردګ ولایت کې د سختو بارانونو او د یوه کور د چت نړېدو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا خواشینوونکې پیښه په جغتو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. په قربانیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي. د دې پیښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
همدارنګه په دې پیښه کې د کورنۍ لس څاروي هم له منځه تللي دي. په تېرو څو ورځو کې د هېواد په شلو ولایتونو کې سیلابونو درانه تلفات اړولي دي.
🌐 #افغانستان #میدان\_وردګ #سیلابونه