د هېواد ملي کرکټ لوبډله نن د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې د هند د پیاوړې لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
دا په زړه پورې لوبه نن ماسپښین ترسره کېږي او د کرکټ مینه وال د افغان لوبډلې له خوا د یوې پیاوړې نندارې په تمه دي.
دا سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان لوبغاړو تېره اونۍ د هند پر وړاندې په یوه ټیسټ لوبه کې ماتې خوړلې وه او اوس د جبران په لټه کې دي.
#کرکټ #افغانستان #هند
🌐