د طالبانو حکومت چارواکو اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې تر اووه سوه ډېر افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا کسان تر دې وړاندې د قانوني اوسېدو د اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو او اوس د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

د دې کسانو له خوشې کېدو سره سره، لا هم په بهر کې د افغان بندیانو د بې برخلیکۍ او د هغوی وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه ډېرې نیوکې شتون لري.

#افغان\_کډوال #زندانیان #پاکستان

🌐

Author