د افغانستان ازادۍ جبهې اعلان کړی چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف پر محتسبینو برید کړی دی.

دې جبهې ادعا کړې چې په دې شپني برید کې د طالبانو حکومت درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو سیمه ییزو سرچینو مرګ ژوبله نه ده تایید کړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دا برید په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

#هرات #ازادۍ\_جبهه #طالبان

🌐

Author