سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف ادارې په مزارشریف او کابل ښارونو کې د ښځو پر پوښښ څارنه سخته کړې ده.

د دې ادارې مسوولینو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د محتسبینو ګزمې پیل شوي او هغه ښځې به ونیول شي چې د دوی ټاکلی حجاب مراعات نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اونیو کې په هرات او نورو ولایتونو کې د لسګونو ښځو نیونې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له تند غبرګونونو سره مخ شوې دي.

#افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #مزارشریف

🌐

Author