په بلخ ولایت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې یوې افغان مور د دې ولایت په حوزوي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي دي. دې نادرې طبي پېښې د ډېری هېوادوالو او سیمه ییزو چارواکو پاملرنه ځان ته اړولې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې په دې نویو زېږېدلو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي. د روغتون ډاکټرانو د ټولو ماشومانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی او د هغوی جدي څارنه روانه ده.

روغتیایي چارواکو دا هم تایید کړې چې د ماشومانو د مور روغتیایي حالت هم ښه دی او دا مهال تر درملنې لاندې ده. دا کورنۍ د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د خپلو ماشومانو په زېږون یې خوښي څرګنده کړې ده.

🌍 #بلخ\_ولایت #روغتیا #افغانستان

Author