د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو حکومت په بند کې د افغان خبریالانو د خوشې کولو له کمپاین څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دې غورځنګ د خبریالانو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې خبریالي یو قانوني مسلک دی او باید جرم ونه ګڼل شي.
په خپره شوې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د خبریالانو د ازادۍ مسلې ته لومړیتوب ورکړي. په اعلامیه کې راغلي چې د خبریالانو ازادي د حقیقت او د خلکو د پوهېدو د حق ساتنه ده. شکیب نظري، ابوذر صارم او حمید فرهادي په بند کې دي.
تر دې وړاندې هم په جلاوطنۍ کې یو شمېر افغان خبریالانو د خپلو همکارانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه. د طالبانو حکومت محکمې ځینې خبریالان له جاپاني او نورو بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور پر بند محکوم کړي دي.
#بشري\_حقونه #افغان\_خبریالان #افغانستان
🌐