د غبرګولي څلورویشتمه نېټه د افغان موسیقۍ د وتلي ستوري او افسانوي سندرغاړي احمد ظاهر د زوکړې او مړینې له کلیزې سره برابره ده. هغه چې د افغان موسیقۍ د پاچا په نوم پېژندل کیږي لاهم د میلیونونو مینه والو په زړونو کې ځای لري.
احمد ظاهر په دیارلس سوه پنځه ویشتم لمریز کال کې په کابل کې وزېږېد او د لوېدیځ او دودیزې موسیقۍ په یوځای کولو سره یې نوی سبک رامنځته کړ. هغه په خپلو سندرو کې د سترو شاعرانو له شعرونو ګټه اخیستې او تلپاتې اثار یې پرېښي دي.
دا بې ساري هنرمند د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د غبرګولي په څلورویشتمه نېټه د شهرت په اوج کې مړ شو. له مړینې یې کلونه تېر شوي خو سندرې یې لاهم د بېلابېلو نسلونو په منځ کې اورېدل کیږي او ډېر مینه وال لري.
🌍 #احمد\_ظاهر #افغان\_موسیقي #افغانستان