د طالبانو حکومت په میدان وردګو ولایت کې د پوهنې برخې د کارکوونکو لپاره نوی محدودیت وضع کړی دی. د دې پریکړې له مخې، کارکوونکي نور د ځیرکو ټیلیفونونو د کارولو حق نه لري او یوازې باید ساده ټیلیفونونه وکاروي.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې دا قانون به د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په اووه ویشتمه نیټه په رسمي ډول پلي شي. دا بندیز د کار په رسمي او غیر رسمي ساعتونو کې د پوهنې پر ټولو کارکوونکو د تطبیق وړ دی.

دا پریکړه په داسې حال کې اعلانیږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په کندهار او نورو برخو کې هم ورته محدودیتونه لګولي وو. پر ارتباطي وسایلو ورته بندیزونه ورځنۍ اداري چارې خورا ستونزمنې کوي.

🌐 #افغانستان #میدان\_وردګ #پوهنه #طالبان\_حکومت

Author