د لوګر ولایت د آبچکان سیمې د اوسیدونکو له پراخو لاریونونو وروسته، د طالبانو حکومت چارواکو یو شمیر قومي مشران د ولایت مقام ته وبلل. دا تاوتریخوالی هغه مهال رامنځته شو چې چارواکو د دې سیمې ډیری ځمکې دولتي ملکیت اعلان کړې.
ځایي اوسیدونکو له دې پریکړې سره کلک مخالفت کړی او وایي چې دا ځمکې د دوی شخصي او میراثي ملکیتونه دي. لاریون کوونکي ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت د قانوني اسنادو له دقیقې څیړنې پرته د دې ځمکو د نیولو پریکړه کړې ده.
د طالبانو حکومت د والي مرستیال له قومي مشرانو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې خپل شکایتونه د قضایي بنسټونو له لارې تعقیب کړي. هغه ژمنه کړې چې په دې برخه کې به د خلکو ادعاوې ژر وڅیړل شي.
🌐 #افغانستان #لوګر #ځمکه #طالبان\_حکومت