د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست په پنجشېر ولایت کې په ټولو ښوونځیو کې د ځیرک ټېلیفونونو کارول په بشپړه توګه منع اعلان کړل. دا پرېکړه د ټولنیزو رسنیو له لارې مدیرانو ته رسېدلې ده.

د دې نوي لارښود له مخې ښوونکي او زده کوونکي نه شي کولای په رسمي او غیر رسمي وختونو کې له ځیرکو ټېلیفونونو څخه ګټه واخلي. دا د طالبانو د حکومت د نویو محدودیتونو یوه برخه ده.

له دې وړاندې هم د طالبانو مشر د دولتي کارکوونکو لپاره د ځیرک ټېلیفونونو کارول منع کړي وو. ورته محدودیتونه په کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې هم لګول شوي دي.

#پنجشېر #ښوونځي #افغانستان #محدودیت

🌐

Author