د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو پروګرام یې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی. دا ستونزه د مرستو رسولو بهیر زیانمنوي.
یونیسف د روان کال لپاره شاوخوا نهه سوه میلیون ډالر غوښتي وو خو تر اوسه یې یوازې کمه برخه ترلاسه شوې ده. اوسمهال په افغانستان کې تر شل میلیون ډېر کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
اقتصادي ستونزې او اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراختیا لامل شوي دي. یونیسف ټینګار کړی چې د خلکو د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره نړیوال مالي ملاتړ خورا اړین دی.
#یونیسف #افغانستان #بشري\_مرستې #بودیجه
🌐