د افغان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه خپله دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د هند پر وړاندې ترسره کوي. افغان لوبغاړي هڅه کوي چې د لومړۍ لوبې له ماتې وروسته دا سیالي وګټي او لړۍ برابره کړي.
په لومړۍ لوبه کې هند افغان لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې رحمان الله ګربز د خپلې لوبډلې لپاره سلیزه ووهله خو بیا هم لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.
افغان لوبغاړو د دې مهمې لوبې لپاره د لکنهو په لوبغالي کې خپل تمرینات بشپړ کړي دي. افغان مینه وال هیله لري چې لوبډله به یې نننۍ لوبه کې ښه پایله ترلاسه کړي.
#کرکټ #افغان\_سپورت #هند
🌐