راپورونه ښيي چې امریکا او ایران د درې سوه میلیارد ډالرو په ارزښت د یوه خصوصي پانګونې صندوق پر جوړولو هوکړه کړې ده. د دې کار موخه د جګړې پای ته رسول او اقتصادي ودې ته لاره هوارول دي.
د دې صندوق له نیمایي ډېره بودیجه لا دمخه د خصوصي پانګوالو او نړیوالو شرکتونو له خوا تضمین شوې ده. دا پیسې به په ایران کې د انرژۍ، ترانسپورت او ویجاړ شویو بنسټونو په رغونه کې ولګول شي.
ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ژر تر ژره د دې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړي. دا صندوق د کلونو بندیزونو وروسته د ایران د اقتصاد په بیا رغونه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
#ایران #امریکا #اقتصاد
🌐