د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دې وزارت په یوه ناسته کې د محرم په میاشت کې د خلکو د امنیت د تامین لپاره پر اړینو تدابیرو ټینګار کړی دی. هغه له امنیتي ځواکونو د ډیرو هڅو غوښتنه کړې.

حقاني همدارنګه د طالبانو د مشر له خوا د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کیدو هم ټینګار کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو کلونو کې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو ترسره کول له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د دې محدودیتونو موخه امنیت او د داعش ډلې د بریدونو مخنیوی ګڼي. خو ښاریان او د بشري حقونو بنسټونه دا کړنې د مذهبي مراسمو په آزادانه ترسره کولو کې لاسوهنه بولي.

🌐 #محرم #افغانستان #امنیت #طالبان

Author