د افغانستان د خبریالانو مرکز د دولتي بنسټونو د کارکوونکو لپاره د ځیرک ټیلیفونونو پر کارولو بندیز غندلی دی. دې بنسټ خبرداری ورکړی چې دا لارښوونه به معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی تر پخوا ډیر محدود او ګډوډ کړي.

د طالبانو د حکومت مشر پدې وروستیو کې نظامي او ملکي کارکوونکو ته امر کړی چې له ځیرک ټیلیفونونو څخه کار وانخلي. دا محدودیت د هیواد په څه باندې شلو ولایتونو کې اعلان شوی او سرغړونکي به نظامي محکمو ته معرفي شي.

راپورونه ښیي چې دا لارښوونه یوازې د عادي کارکوونکو لپاره پلي کیږي او لوړ پوړي چارواکي لاهم له دې وسایلو کار اخلي. په ټولنیزو رسنیو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ټیلیفونونو د ماتولو انځورونه هم خپاره شوي دي.

🌐 #ټیکنالوژي #افغانستان #ځیرک\_ټیلیفون

Author