د ایران د دولت مشر مجتبی خامنه ای اعلان کړی چې له امریکا متحده ایالتونو سره د راتلونکو خبرو اترو پیلول هیڅکله د دښمن د غوښتنو منلو په معنی نه دي. هغه په یو رسمي پیغام کې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د وروستي تړون له لاسلیک سره یې په احتیاط سره موافقه کړې ده.
د ایران مشر زیاته کړې چې مسعود پزشکیان او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ورته پوره ډاډ ورکړی چې په راتلونکو خبرو کې به د امریکا د احتمالي زیاتو غوښتنو پر وړاندې تسلیم نه شي. دا څرګندونې له واشنګټن سره د اړیکو په اړه د ایران کورني حساسیتونه په ډاګه کوي.
دا دریځ په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي. ټرمپ همدارنګه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره به د سیمې په ټولو جبهو کې یو سراسري اوربند ټینګ شي.
🌐 #ایران #امریکا #خبرې\_اترې #منځنی\_ختیځ