تازه شمیرې ښیي چې د پاکستان حکومت یوازې په تیره یوه اونۍ کې له شلو زرو څخه ډیر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. دا کسان د تورخم او سپین بولدک سرحدي لارو څخه خپل هیواد ته راستانه شوي، چې ډیری یې په زوره ایستل شوي دي.
له دې بهیر سره په ورته وخت کې، راپورونه وایي چې نږدې دوه زره نور کډوال هم له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو په حکومت کې د کډوالو چارو اړوندو ادارو تایید کړې چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره زیاته شوې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي. د دې کورنیو ډله ایز راستنیدل، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په هیواد کې دننه بشري بحران او بیړنیو مرستو ته اړتیا نوره هم ژوره کړې ده.
🌐 #افغان\_کډوال #پاکستان #ایستل #افغانستان