د افغان خبریالانو د ملاتړ مرکز خبرداری ورکړی چې په سیمه ییزو هیوادونو کې د سلګونو افغان خبریالانو وضعیت خورا د اندیښنې وړ او ناڅرګند دی. ډیری دا کسان د طالبانو د حکومت تر واک ته رسیدو وروسته اړ شول چې خپل هیواد پریږدي او اوس له ډیرو ننګونو سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي چې په پاکستان ایران هند او ترکیه کې کډوال خبریالان له جدي ستونزو لکه د ویزې پای ته رسیدو او د جبري ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي. دې سختو رواني او اقتصادي شرایطو د دوی پر ورځني ژوند او مسلک خورا منفي اغیزې کړې دي.

د رسنیو ملاتړو سازمانونو د سیمې له حکومتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د دې خبریالانو دوسیو ته رسیدګي وکړي. د دوی مالي ملاتړ او د جبري ایستلو مخنیوی باید د نړیوالې ټولنې په کاري لومړیتوبونو کې وي.

#افغان\_خبریالان #کډوالي #د\_بیان\_ازادي

🌐

Author