د بالیوود مشهور ستوري عامر خان، د ممبی د ښاروالۍ (BMC) د ټاکنو په ورځ د ژبې په اړه په خپلو څرګندونو سره خبر جوړ کړ. هغه د رایې ورکولو وروسته، له رسنیو سره په مراټي ژبه خبرې وکړې او کله چې خبریالانو ترې وغوښتل خبرې یې په هندي تکرار کړي، په موسکا یې ځواب ورکړ: «په هندي؟ دلته ماهاراشترا ده وروره» .
دا خبره په داسې حال کې وشوه چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د هندي او مراټي ژبې پر سر تود بحث روان و. عامر خان د ټاکنو د نظم ستاینه وکړه او د ممبی له ټولو اوسیدونکو یې وغوښتل چې په رایه اچونه کې برخه واخلي. هغه ټینګار وکړ چې پیغام یې حتی که ډیلي ته هم ورسیږي، بدلون نه کوي .
په ممبی کې د ژبې موضوع په وروستیو ټاکنو کې ډیره حساسه شوې ده. په داسې حال کې چې ځینې سیاسي مشران په سیمه ییز هویت ټینګار کوي، عامر خان په دې هوښیار حرکت سره، د هغه ایالت کلتور او ژبې ته خپل درناوی وښود چې پکې ژوند کوي .

عامرخان #ټاکنې #مراټي #ماهاراشترا #بالیوود #سیاسيخبرونه #هند #رایه_اچونه #کلتور #ممبی

Author