د کډوالو د فوټبال نړیوال ټورنمنټ چې د سکاټلنډ د کډوالو نړیوال جام په نوم یادیږي په ګلاسګو ښار کې ترسره شو. په دې ورزشي سیالیو کې د افغان کډوالو دوو ټیمونو هم برخه اخیستې وه چې په نړیوالو سپورټونو کې د افغانانو پیاوړی شتون په ګوته کوي.
د دې ورزشي پیښې جوړونکو اعلان وکړ چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو شاوخوا پنځوس ټیمونه په دې لوبو کې سیالي کوي. دا مسابقې د جون په یو ویشتمه نېټه پیل شوې او د لومړي ځل لپاره پکې ښځینه ورزشکارانو هم برخه واخیسته.
د ګلاسګو افغان یونایټیډ او ابیرډین افغان ټیمونو په دې سیالیو کې د افغان کډوالو د ټولنې په استازیتوب ګډون وکړ. ګلاسګو افغان یونایټیډ له دوه زره څلورم کال راهیسې د سپورټ، کلتوري او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د کډوالو او توکمیزو لږکیو د ملاتړ لپاره کار کوي.
🌐
#افغان\_سپورت #فوټبال #کډوال #سکاټلنډ