د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په افغانستان کې څه باندې اته میلیون ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. دا ماشومان د سېلابونو، وچکالۍ او د تودوخې د سختو څپو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
یونیسف په خپل تازه راپور کې افغانستان د ماشومانو لپاره په سویلي اسیا کې یو له تر ټولو زیان منونکو هېوادونو څخه بللی دی. د لومړنیو خدمتونو نشتوالي او چاپیریالي ستونزو د دې ماشومانو روغتیا او زده کړې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دې ناورین د افغان ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ کچه هم په بې ساري ډول لوړه کړې ده. ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو لپاره بیړنۍ پانګونه وکړي.
#افغانستان #یونیسف #ماشومان
🌐