د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کوي. خو د دغه سازمان د یوه غړي د مخالفت له امله دا بهیر تر اوسه نه دی پیل شوی.
که څه هم دغه روسي چارواکي د مخالفت کوونکي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان په دې لاره کې اصلي خنډ دی. وروستیو سرحدي او امنیتي نښتو د طالبانو حکومت او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ډېرې خړې پړې کړې دي.
افغانستان په دوه زره دولسم کال کې د یوه څارونکي غړي په توګه له دې سازمان سره یوځای شو. کارپوهان وايي تر څو چې سیمه ییزې شخړې هوارې نه شي، د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول به ناشونې وي.
#افغانستان #شانګهای #روسیه #پاکستان #سیاست
🌐