د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرتابه له افغان پانګوالو سره د همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی. دا نوې همکاري به د درمل جوړولو، لوژستیک، ټرانسپورټ او تولید په برخو کې ترسره شي.
دا موضوع په نوي ډیلي کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي او هندي چارواکو ترمنځ په یوه وروستۍ ناسته کې مطرح شوې ده. ټاکل شوې چې ډېر ژر د شلو هندي پانګوالو یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو شته فرصتونه وڅیړي.
په دې ناسته کې افغان استازو د کرنې، کانونو، زعفرانو او وچو میوو په برخو کې د پانګونې د ظرفیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. د دې لیدنو اصلي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.
#افغانستان #هند #سوداګري #اقتصاد #پانګونه
🌐