د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چی سمدستی تمدن تلویزیون ته د فعالیت اجازه ورکړی. دی بنسټ د دی خپلواکې شبکې تړل په هیواد کی پر رسنیو د فشارونو د زیاتیدو یوه اندیښمنوونکې نښه بللې ده.
د طالبانو حکومت اړوند کسانو په کابل کی د تمدن تلویزیون پر دفتر برید وکړ، له کارکوونکو سره یی ناوړه چلند وکړ او دفتر یی وتړلو. دا رسنۍ د خبرونو ترڅنګ د شیعه ګانو لپاره ځانګړی مذهبی پروګرامونه هم خپروی.
پر دی رسنۍ برید د محرم په میاشت کی شوی دی. له دی وړاندی هم د طالبانو حکومت پر خبریالانو او رسنیو سخت محدودیتونه لګولی وو، چی له امله یی په ټول هیواد کی سلګونه رسنۍ تړل شوې دی.
#افغانستان #رسنۍ #تمدن\_تلویزیون #بشری\_حقونه
🌐