د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستل د طالبانو حکومت لا پیاوړی کوي. هغه وايي چې دا تګلاره امنیت نشي راوستی بلکې د افراطي ډلو د پراختیا لامل کیږي.

د دې اروپایي چارواکې په وینا هغه هیواد ته د ځوانانو ستنول چې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي خورا خطرناکې پایلې لري. هغې ټینګار کړی چې دا کسان ممکن د ژوندي پاتې کیدو لپاره د طالبانو د حکومت اړوندو شبکو ته پناه یوسي.

میرمن نیومن د جرمني حکومت تورن کړی چې د ښي اړخه ګوندونو د فشار له امله د کډوالو د ایستلو امنیتي پایلې له پامه غورځوي. هغې له اروپايي هیوادونو وغوښتل چې د کډوالۍ سیاستونه د واقعي شرایطو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.

🌐 #افغانستان #مهاجرت #جرمني

Author