د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چی د سربیا هیواد تجربه لرونکی روزونکی دیجان دیدوویچ یی د فوتسال ملی لوبډلې د نوی سرمربی په توګه ټاکلی دی. نوموړی به د دوو کلونو لپاره د دی لوبډلې مشری په غاړه ولری.

ښاغلی دیدوویچ د ایرانی مجید رضایی ځای ناستی شو چی دنده یی د روان کال په می میاشت کی پای ته ورسیده. د دی نوی روزونکی تړون نن په کابل کی د یوې خبري ناستې پر مهال رسماً لاسلیک شو.

په دی ناسته کی د ملی لوبډلې نوی تخنیکی ټیم هم وپیژندل شو چی پکی د هسپانیا، برازیل او ایران هیوادونو روزونکی شامل دی. د فوټبال فدراسیون هیله لری چی دا مسلکی ټیم به د افغان فوتسال کچه لوړه کړی.

#افغانستان #فوتسال #ورزش #ملی\_لوبډله

🌐

Author