د تمدن تلوېزیون مسوولینو اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت وسله والو کسانو د دې رسنۍ د خپرونو له درولو وروسته د هغې د شتمنیو پر لېږدولو پیل کړی دی. دغه کار له کوم محاکموي حکم یا رسمي مکتوب پرته ترسره شوی دی.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت مخکې ادعا کړې وه چې دا تلوېزیون په یوه سیاسي ګوند پورې تړاو لري، خو د تمدن مسوولین دا موضوع په کلکه ردوي. دوی وایي چې رسنیز فعالیت پټ نه دی او په تېرو کلونو کې هېڅ بنسټ ترې شکایت نه دی کړی.
د محرم په میاشت کې د دې تلوېزیون پر دفتر برید د بیان پر ازادۍ او مذهبي فعالیتونو د محدودیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوې دي.
🌐 #افغانستان #خبرونه #رسنۍ