د ایران قضایي چارواکو اعلان کړی چې ۱۶۴ افغان زندانیان یې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي. د زندانیانو دا لېږد د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او د میلک پولې له لارې ترسره شوی دی.

دا کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د محکومینو د لېږد د هوکړه لیک د یوولسم پړاو په ترڅ کې لېږدول شوي ترڅو خپله پاتې سزا په افغانستان کې تېره کړي. یاد شوي زندانیان له دې وړاندې د ایران په شپږو بېلابېلو ولایتونو کې بندیان وو.

دمګړۍ زرګونه افغان هېوادوال د ناقانونه ننوتلو او نشه یي توکو د جرمونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د ایران په زندانونو کې بندیان دي. د طالبانو حکومت په وار وار هېواد ته د دې زندانیانو د لېږد بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

🌐 #افغانستان #کډوال #ایران

Author