د جرمونو د نړیوالې محکمې درېیو قاضیانو د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د لګول شویو بندیزونو له امله د نیویارک په یوه محکمه کې په رسمي ډول شکایت کړی دی. دې قاضیانو د افغانستان او فلسطین په مهمو قضیو کې رول درلود.
په دې شکایت پاڼه کې راغلي چې د ټرمپ دا پرېکړه د هغه له قانوني واکونو وتلې او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده. دې بندیزونو د دغه نړیوال قضايي بنسټ د چارواکو شتمنۍ کنګل کړې او د دوی پر سفرونو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.
دا لومړی ځل دی چې د دې محکمې قاضیان د امریکا د ولسمشر د پرېکړې پر ضد مخامخ دعوه کوي. د بشري حقونو بنسټونو د واشنګټن دا اقدام پر قضايي خپلواکۍ او نړیوال عدالت یو بې ساري برید بللی دی.
#نړیواله\_محکمه #امریکا #ټرمپ
🌐