د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د تطبیق نوی پړاو به ډېر ژر په سویلي ولایتونو کندهار او هلمند کې پیل شي. دا پروګرام د دې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د افغان ماشومانو د ساتنې په موخه په لاره اچول شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ دا کمپاین به د کندهار او لښکرګاه په ښارونو او د موسی کلا او نادعلي په ګډون په څو مهمو ولسوالیو کې پلي شي. روغتیایي چارواکو له ټولو کورنیو غوښتي چې خپلو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازېني هېوادونه دي چې تر اوسه نه دي توانېدلي د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي. په روان میلادي کال کې د مثبتو انساني او چاپیریالي پېښو ثبتېدل د ماشومانو د روغتیا په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.
#افغانستان #پولیو\_واکسین #روغتیا #کندهار #هلمند\_ولایت
🌐