د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد په ختیځو سیمو کې د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. نوموړي دا پوځي اقدام د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي کرزي پخپل پیغام کې ټینګار کړی چې پاکستان باید د افراطیت په وړاندې له دوه ګوني چلند څخه ډډه وکړي. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې خپله د جګړې پاللو تګلاره بدله کړي او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته درناوی وکړي.

پخواني ولسمشر همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان ګټه په دې کې ده چې له افغانستان سره متمدن او رغنده تعامل ولري. دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په دې بریدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونو د خلکو غوسه راپارولې ده.

#حامد\_کرزی #ملي\_حاکمیت #افغانستان

🌐

Author