د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي. په قربانیانو کې ډېری برخه ښځې او ماشومان تشکیلوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې تر ټولو خونړۍ پېښه د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې شوې ده چې هلته پاکستاني الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې ده. دغه راز په پکتیکا او کنړ ولایتونو کې هم پر کورونو ورته بریدونه شوي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

پاکستان بیا د ملکي خلکو په نښه کول رد کړي او ادعا کوي چې د وسله والو پټنځایونه یې له منځه وړي دي. دې پېښې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې کړې دي.

#ملکي\_وګړي #پاکستان #بریدونه

🌐

Author