د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ دفتر اعلان وکړ چی په تیرو پنځو میاشتو کی لسګونه کسان د ماینونو قربانی شوی دی. له جنوری څخه تر می پوری سلګونه کسان وژل شوی او ټپیان دی.

دی بنسټ ټینګار وکړ چی د قربانیانو پنځه اویا سلنه ماشومان دی. اوچا د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره څوارلس میلیون ډالرو بودیجی ته اړتیا لری چی یوازی لږه برخه یی برابره شوی ده.

چارواکی خبرداری ورکوی چی افغانستان د ماین قربانیانو له مخی دریم هیواد دی. د طالبانو حکومت هم ورته شمیرې ورکړی او کونړ یی تر ټولو زیانمن ولایت بللی دی.

#افغانستان #ماین\_پاکي #اوچا

🌐

Author