په بدخشان ولایت کی سرچینو تایید کړه چی یو پخوانی پوځی د وسله والو لخوا وژل شوی دی. عبدالجمیل جویا د فیض اباد ښار ته څیرمه په ډزو په نښه شو.

خپلوان یی وایی چی له مراسمو څخه د راګرځیدو پر مهال تر برید لاندی راغی. بریدګر پر موټر ډزی وکړی چی له امله یی هغه سخت ټپی او روغتون کی مړ شو.

د دی وژنی لامل څرګند نه دی او کومي ډلي یی پړه نه ده منلی. د طالبانو حکومت هم تر اوسه څه نه دی ویلی، پداسی حال کی چی هدفی وژنی زیاتی شوی دی.

#بدخشان #افغانستان #امنیت

🌐

Author