راپورونه ښیی چی یو افغان ځوان د ایران او ترکیی پر ګډه پوله د سرحدی ساتونکو د شکنجی له امله مړ شو. دا ځوان امید نومیده او د فاریاب ولایت اوسیدونکی وو.

سرچینو تایید کړه چی هغه غوښتل د غرو له لاری ترکیی ته ننوځی. د ترکیی مامورینو هغه ونیوه او ویی واهه، چی له امله یی مړ او ملګری یی سخت ټپیان شول.

د دی ځوان جسد له ایران څخه هرات ته ورسید او کورنی ته یی وسپارل شو. بی وزلی او وزګارتیا تل ځوانان د قاچاقی مهاجرت د مرګونو خطرونو منلو ته اړ کوی.

#مهاجرت #ترکیه #افغانستان #پناه\_غوښتونکی

🌐

Author