رسنیو خبر ورکړی چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د وروستیو پوځي کړکیچونو د کمولو او د خبرو میز ته د دواړو هیوادونو د راګرځولو لپاره پراخې دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

منځګړو هیوادونو لکه قطر، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان له امریکایي او ایراني چارواکو سره ډیرې ټیلیفوني اړیکې نیولې دي ترڅو وضعیت ارام کړي او د نورو نښتو مخه ونیسي.

ډونلډ ټرمپ د خپل ملي امنیت له ټیم سره د دې کړکیچونو په اړه خبرې کړې دي. امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې دوی د یوې سوله ییزې حل لارې موندلو او اټومي تړون ته ژمن دي.

🌐 #ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ #سیاست

Author