د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین سبا په نورستان ولایت او د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیل کیږي. دا پروسه د دغه خطرناک ویروس د مخنیوي لپاره ترسره کیږي.
په دې روغتیایي کمپاین کې به ماشومانو ته هم د ستنې او هم د څاڅکو له لارې واکسین ورکړل شي ترڅو د دوی معافیتي سیستم پیاوړی شي او د ناروغۍ په وړاندې مقاومت وکړي.
دمګړۍ افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او سږ کال پکې څو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
🌐 #پولیو #افغانستان #روغتیا #ماشومان