د جرمني د پولیسو تازه شمیرې ښیي چې په تیر کال کې څلورشپيته افغان اتباع په دغه هیواد کې د ډله ییز تیري په قضیو کې د شکمنو کسانو په ډله کې شامل وو.

د دې ځانګړي راپور له مخې، د دې قضیو له نیمایي څخه ډیر تورن کسان د جرمني اتباع نه وو او له سوریې، افغانستان، عراق او ترکیې څخه ورغلي کډوال د دې نوملړ په سر کې ځای لري.

د دې اندیښنونکو ارقامو په خپریدو سره، یو شمیر سیاستوالو د دغو جرمونو په مخنیوي کې د حکومت پر پاتې راتلو سخته نیوکه کړې او د بهرنیو مجرمینو د اوسیدو د اسنادو د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

🌐 #کډوال #جرمني #افغانان #جرمونه

Author