د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو ته ننوځي او هلته وسله وال بریدونه ترسره کوي.
نوموړي دغه راز هند پر دې ډلو د مالي او پوځي ملاتړ په تورنولو سره ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو تر شا د بهرنیو کړیو مستقیم لاس دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د پاکستان پوځ تایید کړې چې په وروستیو ورځو کې یې لسګونه امنیتي سرتیري په نښتو کې وژل شوي دي.
🌐 #پاکستان #افغانستان #ترهګري #بلوچستان #امنیت