د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د میر شفیق الرحمن مینګل پر کور ځانمرګي او وسله وال برید څوارلس کسان وژلي دي. سیمه ییزو پولیسو او امنیتي چارواکو تایید کړې چې دا خونړۍ پیښه د چهارشنبې په ورځ په دې سیمه کې رامنځته شوې ده.
میر شفیق الرحمن مینګل چې د داعش خراسان د یوه مهم مشر او د پاکستان پوځ سره د تړاو په درلودلو پیژندل کیږي، د دې برید اصلي هدف و. سره له دې چې ساتونکو او نورو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو مینګل پخپله له دې برید څخه روغ وتلی دی.
دا پیښه په سیمه کې د بې ثباتۍ او د وسله والو ډلو د نښتو زیاتوالی ښیي. د پاکستان بلوچستان تل د خونړیو تاوتریخوالو ډګر پاتې شوی او د سخت دریځو ډلو شتون د دې ایالت امنیتي وضعیت په کلکه خراب کړی دی.
#بلوچستان #پاکستان #داعش #ځانمرګی\_برید
🌐