د کابل اوسیدونکي وایي چې د هوا له بې ساري ګرمیدو سره سم په پلازمینه کې د بریښنا پرچاوۍ په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. په کابل کې د تودوخې درجه تر دیرشو درجو لوړه شوې او د منظمې بریښنا نشتوالي د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاریان شکایت کوي چې په څلرویشت ساعتونو کې یوازې څو ساعته بریښنا لري چې هغه هم ډیری وخت د شپې په نیمایي کې راځي. د دوبي په ګرمو ورځو کې د بریښنا دوامداره قطع کیدو د پلازمینې اوسیدونکي د ښاري خدمتونو له وضعیت څخه سخت ناراضه کړي دي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ بریښنا لویه برخه له ګاونډیو هیوادونو واردوي. د ښاریانو له شدیدې اړتیا سره سره، چارواکي تر اوسه نه دي توانیدلي چې د کال په ګرمو او سړو فصلونو کې د کابل د بریښنا د تامین لپاره کومه دوامداره حل لاره ومومي.

#بریښنا #کابل #افغانستان #ګرمي

🌐

Author