د له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د هیواد په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین د نوي کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی دی. ټاکل شوې چې دا حیاتي پروګرام د شنبې په ورځ په کونړ ولایت او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو کې په پراخه کچه پلی شي.
د دې بنسټ د اعلامیې له مخې، په دې کمپاین کې به په شرایطو برابر ماشومان په ورته وخت کې د پولیو پیچکاري او قطره ترلاسه کړي. دا دوه ګونی اقدام د ماشومانو د بدن د معافیت د لوړولو او د دې خطرناک ویروس د خپریدو د بشپړ مخنیوي په موخه ترسره کیږي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو ګوتو په شمار هیوادونو څخه دی چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پکې له منځه نه دی تللی. روغتیایي کارکونکي د افغان کورنیو څخه غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي د ژغورلو لپاره د واکسین له ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
#پولیو #واکسین #افغانستان #روغتیا
🌐