د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې ادارې اعلان کړی دی چې په روان لمریز کال کې د افغانستان کرنیزې ځمکې له لس سلنې څخه ډیرې زیاتې شوې دي. پدې کې په ټولو ولایتونو کې اوبه خور او للمي ځمکې شاملې دي.

د راپورونو له مخې، له درې میلیونه هکتارو څخه ډیره ځمکه کرل شوې ده. د طالبانو حکومت چارواکو د دې ودې لامل په روان کال کې پر وخت اورښتونه او مناسب اقلیمي شرایط بللي دي.

د اورښتونو د ډیریدو او د وچکالۍ د نسبي کمیدو سره سره، په ځینو سیمو کې وروستیو ناڅاپي سیلابونو کروندو ته زیان اړولی دی. هلمند ولایت د اوبو لاندې کرنیزو ځمکو ترټولو لویه برخه لري.

#کرنه #افغانستان #اقتصاد #طالبان

🌐

Author