په تاجکستان جمهوریت کې د سامانیان لیسې د یو شمیر افغان زده کوونکو د فراغت عالي مراسم د کلتوري شخصیتونو او کورنیو په شتون کې ترسره شول. په دې فارغانو کې ډیری برخه نجونې وې چې خپل د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې جنرال اغبر د ښوونیزو کارکوونکو او په ځانګړي ډول د دې ښوونځي د مدیر له هڅو څخه مننه وکړه. هغه د افغانستان د راتلونکي نسل په روزنه کې د ښوونکو رول خورا مهم وباله او پر زده کړو یې ټینګار وکړ.

جنرال اغبر په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې د ملي یووالي په ساتلو سره د پوهې ترلاسه کولو ته دوام ورکړي او د افراطیت پر وړاندې مبارزه وکړي. دا مراسم د سندونو په ویشلو او د یادګاري عکسونو په اخیستلو سره پای ته ورسیدل.

🌐 #افغانستان #تاجکستان #زده\_کړه

Author