په افغانستان کې یوه پخواني امریکايي سرتېري، ویل سلبر، په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان ولایت د طالبانو د حکومت د مخالفو وسلهوالو ډلو د فعالیت په تر ټولو مهم مرکز بدل شوی دی.
دا تحلیل په «وار آن د راکس» (War on the Rocks) خپرونه کې خپور شوی، چې د امنیتي او پوځي مسایلو په برخه کې یوه ځانګړې امریکايي رسنۍ ده. سلبر په خپله لیکنه کې «د طالبانو ضد مقاومت پاتې دی؛ ایا بریالی کېدای شي؟» تر سرلیک لاندې لیکلي چې څو مخالفو ډلو په دې ولایت کې د خپلو عملیاتو لمنه پراخه کړې ده.
د لیکوال په وینا، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې په څېر ډلو نه یوازې په تېرو دوو کلونو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی، بلکې د خپلو بریدونو جغرافیایي ساحه یې هم پراخه کړې ده. هغه د بېلګې په توګه د مقاومت جبهې لخوا د فیض اباد ښاروال د وژنې مسؤلیت منل او په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې پرله پسې عملیات یاد کړي دي.
راپور همدارنګه د «سپاهیان میهن» ډلې لخوا د جولای په میاشت کې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز نیولو ته اشاره کوي او دا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یوه نادره پېښه بولي.
سلبر د بدخشان غرنۍ جغرافیه، لیرې پرتې درې او محدود مواصلاتي لارې د چریکي فعالیتونو لپاره د دې ولایت د مناسبوالي اصلي لاملونه ګڼي. هغه یادونه کوي چې بدخشان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د مقاومت یو له اصلي مرکزونو څخه و.
خو دغه پخوانی امریکايي سرتېری ټینګار کوي چې مخالفې ډلې تر اوسه نه دي توانېدلي چې کومه سیمه د اوږدې مودې لپاره په خپل کنټرول کې وساتي او دا مهال د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ نه ګڼل کېږي. د هغه په باور، دا ډلې د یوې اغېزمنې قوې د جوړولو لپاره ډېرې همغږۍ او ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
سرچینه: War on the Rocks
🌐