د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه رسمي سفر د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ ترڅو د دې هیواد چارواکو ته خپله خواخوږي څرګنده کړي.
نوموړي په دې سفر کې د قطر د پخواني امیر حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله د دې هیواد اوسني امیر تمیم بن حمد آل ثاني ته تسلیت ووایه. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی د مشرتابه د همدردۍ پیغام په رسمي ډول قطري چارواکو ته رسول شوی دی.
د دې سفر په لړ کې امیرخان متقي د قطر له لومړي وزیر د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو په برخه کې د دولت له وزیر سره هم جلا جلا لیدنې درلودې. دا لیدنې د طالبانو حکومت او د قطر دولت ترمنځ نږدې ډیپلوماتیکې اړیکې په ډاګه کوي.
#قطر #دوحه #طالبان #افغانستان
🌐