برتانوي رسنیو د دې هیواد د ځانګړو ځواکونو د کړنو د څیړنې کمیسیون نوي اسناد خپاره کړي چې ښیي دوی په افغانستان کې تاوتریخجن چلند کړی دی.
د دې راپور پر بنسټ عیني شاهدانو تایید کړې چې ځینو برتانوي سرتیرو د خپل ماموریت پر مهال افغان بندیان یوازې د ساعت تیرۍ او تفریح لپاره شکنجه کول. راپورونه ښیي چې دې ځواکونو د وژنو نوملړ جوړ کړی و او بې وسلې ملکي وګړي یې د شپېنیو عملیاتو په ترڅ کې وژل.
د دې بې رحمانه وژنو د توجیه کولو لپاره د قربانیانو د جسدونو ترڅنګ جعلي وسلې ایښودل کیدې ترڅو هغوی وسله وال وښيي. د پوځي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د دې بوږنوونکو جنګي جنایتونو عاملین باید محاکمه شي او ځواب ووایي.
#افغانستان #بشري\_حقوق #برتانیا #جنګي\_جنایتونه
🌐