د آمو نهنګانو کرکټ لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د سپین غر پړانګانو ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې ډول دریم ځل د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

په دې وروستۍ لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې د یو سلو اووه شپیتو منډو هدف په اسانۍ سره پوره کړ او عمران میر د اووه اویا منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وپیژندل شو. حسن عیسی خیل هم د یوې ځلیدونکې لوبې په نندارې سره درې شپیته ناسوځیدلې منډې ترلاسه کړې.

فضل حق فاروقي ګلبدین نایب او قیس احمد هر یوه د آمو لوبډلې لپاره دوه ویکټې واخیستې او په دې بریا کې یې مهم رول ولوباوه. د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو د ملي ستورو په ګډون په خوست ولایت کې جوړ شوی و.

#افغانستان #ورزش #کرکټ #شپږیزه

🌐

Author