د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کی افغانستان د سفر لپاره په نړۍ کی تر ټولو خطرناک ځای بللی دی.
په دی تازه خپره شوی مسافرتی لارښوونه کی افغانستان د درویشت ډیرو خطرناکو هیوادونو د څلورمی کچی د نوملړ په سر کی ځای نیولی دی.
امریکایی چارواکو له خپلو ټولو اتباعو څخه په کلکه غوښتی دی چی د طالبانو د حکومت تر واک لاندی افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړی.
#افغانستان #امریکا #سفر
🌐